برېټانیا وايي چې د پوتین د واک وروستۍ ورځې رارسېدلي دي  

0
154

برېټانیا وايي چې د پوتین د واک وروستۍ ورځې رارسېدلي دي  

نوموړي زیاته کړې ده چې پر اوکراین د روسیې برید دا وښوده چې د پوتین د واکمنۍ وروستۍ ورځې را رسېدلې دي ځکه د ده په وینا دا برید به د نوموړي د واکمنۍ مراندې سستې کړي.

 

(2022 / 3 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس ویلي چې پر اوکراین د روسیې برید به ناکامېږي.

هغه زیاته کړې ده چې روسیه دې په اوکراین کې د بریا خوب اوبو ته ووایي ځکه چې اوکراینیان هیڅکله د تېښتې خلک نه دي او په پوره قوت به د روسي یرغلګرو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې پر اوکراین د روسیې برید دا وښوده چې د پوتین د واکمنۍ وروستۍ ورځې را رسېدلې دي ځکه د ده په وینا دا برید به د نوموړي د واکمنۍ مراندې سستې کړي.

په ورته وخت کې امریکا هم اوکراین ته د بشپړو همکاریو ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې د اوکراین اشغال ناممکن دی.

Leave a reply