د عوامي نیشنل ګوندمشران د پي پي پي په احتجاج کې ګډون لپاره اسلام آباد ته تللي

0
142

باغي ټي وي رپورټ
دعوامي نیشنل پارټۍ مشرانو او نور کاروکوونکو هم د د پيپلز پارټۍ د لانګ مارچ کې ګډون کولو لپاره نن د سه شنبې په ورځ د سهار لس بجې اسلام آباد ته روان شوي دي.
په دې لړ کې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو او ايم اين اے خورشيد شاه په باچا خان مرکز پېښور کې د اے اين پي مشرانو سره ملاقاتونه کړي وو او د حکومت په ضد په لانګ مارچ کې د ګډون دپاره دوی ته دعوت ورکړې وو.
د دې پس منظر په ضد اے این پی د پیپلز ګوند اسلام آباد لانګ مارچ کښې د ګډون کولو فیصله کړې ده، ولې بل طرف ته دې مارچ ته د ګرانۍ مارچ نوم ورکړی شوی دی کوم چی نن د پیښور موټروے څخه د اسلام آباد په لور روان شو.
د دغه کاروان مشري به د اے اين پي صوبائي صدر ايمل ولي خان کوي او د پيښور نه په دې کاروان کښې به د نزدې ضلعو نه د پارټۍ کارکنان هم شامل وي۔

Leave a reply