باغی ټي وي رپورټ
د سندهه هائي کورټ ټیک ټاکر حریم شاه ته امر کړی دی چې د اپریل تر اتلسمې نیټې پورې دې ایف آی اې ته حاضره شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق سندهـ هائي کورټ کښې د حريم شاه خلاف د ايف آئي اے انکوائري په اړه د درخواست اورېدنه وشوه چې پکښې د حريم شاه وکيل په ترکي ژبه کې د ميډيکل سرټيفيکټ عدالت ته جمع کړې دې.
د حریم شاه وکیل محکمې ته وویل چې موکل یې په ترکیه کې ناروغه دی. په دې اړه د حریم وکیل ویلي چې حریم شاه په ترکیه کې د لیواسکوپي تر درملنې لاندې ده او ډاکټرانو ورته د آرارم کولو مشوره ور کړې ده.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې حریم شاه یوه ویوډیو په سوشل میډیا خپره شوې وه، هغه د ډالرو سره د ملک ایف آیی اې ته ګواښ کوي چې ایف آیی اې زما هیڅ هم نه شي کولې.
سندهه هایی کورټ حریم شاه ته امر کړې چې زر تر زره دې حاضره شي










Leave a Reply