افغان حکومت وایي امریکا د خپلو خبرو د منل کېدو لپاره فشارونه ډېر کړي دي  

0
250

افغان حکومت وایي امریکا د خپلو خبرو د منل کېدو لپاره فشارونه ډېر کړي دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نوماند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په تازه مرکه کې ویلي، سره له دې چې د دوحې د هوکړې دوه کاله پوره شول خو امریکا په پرله پسې توګه ددغه هوکړې له مادو سرغړونه کوي.

 

(2022 / 3 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نوماند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په تازه مرکه کې ویلي، سره له دې چې د دوحې د هوکړې دوه کاله پوره شول خو امریکا په پرله پسې توګه ددغه هوکړې له مادو سرغړونه کوي.

نوموړی وایي د امریکا وروستي فشارونه هم ددې لپاره دي چې دوی غواړي پر افغانانو خپلې غوښتنې ومني او د خپلې خوښې نظام دلته جوړ کړي.

هغه زیاته کړې امریکایي استازي چې له دوی سره خبرې کوي نو د داسې کسانو لېستونه ورته وړاندې کوي چې امریکا ته وفادار دي او باید په حکومت کې ونډه ورکړل شي.

شاهین زیاته کړې چې امریکا د دوحې هوکړې ګڼ موارد تر پښو لاندې کړې دي او د فشارونو زیاتولو ته یې ادامه ورکړې ده.

Leave a reply