تاجکستان د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو همکاري غوښتې ده

تاجکستان د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو همکاري غوښتې ده
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی او تمه لري چې دلته دایمي ثبات راشي. هغه ویلي د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د ښه کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
(2022 / 3 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی او تمه لري چې دلته دایمي ثبات راشي. هغه ویلي د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د ښه کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه په ځانګړې توګه پر اسیايي هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره کړي او په سیمه کې د افغانستان په تړاو په خپلو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
تاجکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
بلخوا ټاکل شوې چې په نږدې وختونو کې په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شي چې تاجکستان او نور ګاونډي هېوادونه به پکې ګډون کوي.






