د اوکراین کړکېچ؛ تر دې دمه ۱،۷ میلیونه وګړي کډوال شوي

د اوکراین کړکېچ؛ تر دې دمه ۱،۷ میلیونه وګړي کډوال شوي
د کډوالو نړیوالې ادارې په سیمه کې پر هېوادونو غږ کړی چې له اوکراینې وګړو سره مرسته وکړي او په دې سخت وضعیت کې دوی ته د ژوند زمینه برابره کړي او لاسنیوی یې وکړي.
(2022 / 3 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له اوکراین څه کم دوه میلیونه کسان تر دې دمه کډوال شوي دي.
د کډوالو نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین پر ښارونو له برید سره سم له دغه هېواد د وتونکو کسانو شمېر ډېر شوی دی.
یاده اداره وایي چې تر دې دمه ۱،۷ میلیونه کسان له اوکراین کډوال شوي او هر ساعت زرګونه کسان پر دې شمېره ورزیاتېږي.
د کډوالو نړیوالې ادارې په سیمه کې پر هېوادونو غږ کړی چې له اوکراینې وګړو سره مرسته وکړي او په دې سخت وضعیت کې دوی ته د ژوند زمینه برابره کړي او لاسنیوی یې وکړي.
له دې سره جوخت راپورونه وایي چې اوکراین کې جګړه توده ده او روسیې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده.






