نړیوال سور صلیب ویلي چې، روغتیا او نورو برخو کې همکاریو ته ادامه ورکوو

دغه ادارې ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي تر ډېره له روغتیايي برخې سره همکار وي. د سره صلیب نړیواله کمېټې او مالیې وزارت په افغانستان کې د لا ډېرو بهرنیو پراختیايي موسسو د کار پر څرنګوالي او د فعالیت پر زمینو خبرې کړې دي.
(2022 / 3 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سور صلیب وایي دوی له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي د مالیې وزارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
دغه ادارې ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي تر ډېره له روغتیايي برخې سره همکار وي. د سره صلیب نړیواله کمېټې او مالیې وزارت په افغانستان کې د لا ډېرو بهرنیو پراختیايي موسسو د کار پر څرنګوالي او د فعالیت پر زمینو خبرې کړې دي.
دواړو لورو هیله ښوودلې چې په افغانستان کې لا ډېرې پراختیایي موسسې خپل فعالیتونه پيل کړي او له افغانانو سره په بېلو برخو کې همکاري وکړي.