د ټاپي پروژې د عملي کولو په برخه کې یې نوي خنډونه رامنځ ته شوي
د ټاپي پروژې د عملي کولو په برخه کې یې نوي خنډونه رامنځ ته شوي
د پاکستانی رسنیو د راپور پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک وایي دا یوه ستره پروژه ده، نو له همدې امله باید د افغانستان نوی حکومت د ملګرو ملتونو او د نړۍ د اقتصادي ځواکمنو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی وي.
(2022 / 3 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ټاپي پروژې عملي کولو ته نوي خنډونه رامنځ ته شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې په وروستیو کې د پاکستان او ترکمنستان یوه پلاوي د ټاپي پروژې پر عملي کولو خبرې کړې دي، خو د اسیا پراختیايي بانک چې په دې برخه کې تر ټولو ستر رول لري، وایي تر هغه چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه وي پېژندل شوی، د ټاپي پروژې عملي کول به ستونزمن کار وي.
د پاکستانی رسنیو د راپور پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک وایي دا یوه ستره پروژه ده، نو له همدې امله باید د افغانستان نوی حکومت د ملګرو ملتونو او د نړۍ د اقتصادي ځواکمنو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی وي.
ټاپي په سیمه کې د ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.