ملګري ملتونه: لوږې او بېوزلۍ افغانان له بې مخینې ناورین سره مخ کړي

0
182

ملګري ملتونه: لوږې او بېوزلۍ افغانان له بې مخینې ناورین سره مخ کړي

دغه ادارې همدا راز ویلي چې په ځينو مواردو کې د بشري حقونو وضعیت ته خطرونه جوړ دي، چې باید د خبرو له لارې ستونزې حل کړل شي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې میلیونونه وګړي لا هم بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او ښه به وي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه ختم کړل شي.

(2022 / 3 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې، خو بېوزلي او لوږه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، چې افغانان د بېوزلۍ او لوږې له امله له بې مخینې ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

یاده اداره وایي سره له دې چې په افغانستان کې جګړې کمې شوې دي، ملکي تلفات کم دي، خو بیا هم لوږده او بېوزلي دغه هېواد ځپي.

ملګري ملتونه وایي چې د بېوزلۍ له امله د بشري حقونو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او دې وضعیت تر ټولو ډېر د ماشومانو پر ژوند اغېز کړی دی.

Leave a reply