ښځه حق لري چې هغه حجاب وکړي او که بیکني واچوي: ملاله یوسفزۍ

0
128

باغی ټي وي رپورټ
ملاله یوسفزۍ، چې پاکستانۍ د نوبل د امن جایزې ګټونکې او ټولنیزه فعاله ده، وايي دا په ښځو پورې اړه لري چې دا انتخاب کړي چې برقعه واغوندي او که بیکني.
د جیور رپورټ مطابق ملالې په خپل انسټاګرام پوسټ کې لیکلي، “څو کاله وړاندې ما په خپله ټولنه کې د طالبانو پر ضد د ښځو د برقعې اغوستلو په اړه غږ پورته کړ، په داسې حال کې چې تېره میاشت مې د هند په ښوونځیو کې د نجونو له خوا د حجاب د اغوستلو په اړه مې هم غږ پورته کړل او د ښځو د حق او حجاب لپاره مې هم خبره وکړه.
هغې وويل چې دا دواړه پېښې يو له بل سره توپير نه لري، په دواړو پېښو کې ښځې په نښه کېږي.
په بیان کې ملاله وایی چې که څوک په زوره سر پټولو ته اړ کړي نو هم زه به په دې احتجاج وکړم. هغه زیاتوي همدا ډول که څوک مجبور کړي، چې خپل حجاب ترې کړي شي نه هم به زه احتجاج کوم.
هغه وایی چې ښځه حق لري که غواړي پرده وکړی ،حجاب کوي نوی دوی حق لري چې دې څخه منع نه کړې شي.

Leave a reply