پي پي پي ته په اسلام آباد ډي چوک کې د جلسې کولو اجازه ورکړې شوه

0
201

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پیپلز ګوند ته نن په اتم مارچ د اسلام اباد په ډي چوک کې د یوې جلسې اجازه ورکړل شوه.
دسرچينو ترمخه ضلعي انتظاميې يو اين او سي جاري کړى چې پکې پيپلز پارټۍ ته نن اسلام اباد ډي چوک کې د جلسې کولو اجازه ورکړې شوې ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، سرچينې زياته کړې چې د پرمټ د متن له مخې به غونډه د مارچ په ٨مه مازيګر څلور بجې پېل شی او د شپې په اته بجې به پای ته ورسیږي، که کوم شخصي او يا دولتي املاک ته زيان ورسېدل نو مسوولیت به يې د پيپلز ګوند په غاړه وي.
بل خوا د پي ټي ایم مشرتابه پریکړه کړې چې د اسلام اباد په غونډه کې به ګډون کوي.دسرچينو ترمخه دپي ټي ايم مشر مولانا فضل الرحمان دپيپلز ګوند مشرتابه ته ددغه پريکړې خبر ورکړى دى.ياده دي وي چي د پيپلز پارټي عوامي مارچ نن اسلام آباد ته روان دے د مارچ هرکلي لپاره مختلفو ځايونو کښي استقباليه کيمپونه لګولي شوي او د بلاول بهټو زرداري هرکلي لپاره ښاسته کړې شوي اسونه هم راوستل شوي دي.

Leave a reply