اسلام آباد کې د دنیشنل ایکشن پلان په اړه مهمه غونډه شو

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د نيشنل ايکشن پلان په اړه د اپيکس کميټې غونډه شوې چې پکښې د پيښور بمي چاؤدنې په اړه د پرمختګ جاج اخستو پشمول د افغانستان په موجوده صورتحال هم ټینګار شوې دې.
د جیو نیوز رپورټ مطابق دسرچينو ترمخه په دغه غونډه کې وفاقي وزيرانو اؤ پوځي چارواکو ګډون کړى ؤ چې پکې برخه والو ته په هيواد کې دامنيتي وضعيت په اړه بريفنگ ورکړل شو.
په دې غونډه کې د ملي ایکشن پلان پر عملي کېدو او د پېښور د چاودنې په اړه د پرمختګونو، د افغانستان په روانو حالاتو او نورو مسایلو خبرې وشوې.

سرچينې وائي په دغه غونډه کې د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه هم موجود وو. د اپیکس کمېټۍ لخوا جاري شوي یو بیان له مخې وزیراعظم عمران خان ویلي دې چې د ترهګرۍ او نفرت خپورونکو سره هیڅ کومه نرمي به نه کړې شي، دوی ته به سخت ځواب ورکړې شي. په بیان کې زیاته شوې ده چې د قامي ایکشن پلان په بشپړ توګه عملي کول ډیر زیات ضروري دي. وزيراعظم عمران خان وینا ده چې ټول ملت د ناامنۍ خورولو عناصرو او دښمنانو ته د ماتې ورکولو لپاره په اتفاق دې.
د یادونې ده چې په اسلام آباد کې دا مهمه غونډه په داسې وخت کې شوې چې د تیرې جمعې په ورځ په پیښور کې د شیعه مسلک په جومات کې یو ځانمرګي برید کې تر ۶۲ کسان وژل شوي دي، د اړوند ادارو له اړخه داسې بیانونه او تصویرونه خپاره شوي دي چې دوی په دې چاودنه کې ککړ سهولت کارانو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړي دي.

Leave a reply