صالح: که ټپي شوم وړاندې تر دې چې طالبان مې ونیسي خپله مې وولئ

صالح: که ټپي شوم وړاندې تر چې طالبان مې ونیسي خپله مې وولئ
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال له خپلو ساتونکو وروستۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي ورته چې د ټپي کېدو پر مهال مې طالبانو ته مه پرېږدئ.
(2021 / 9 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال له خپلو ساتونکو وروستۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي ورته چې د ټپي کېدو پر مهال مې طالبانو ته مه پرېږدئ.
نوموړي ویلي چې د خپلو عسکرو له قومندان نه مې وروستۍ ژمنه هغه ته د قرآن په ورکولو ترې واخسته او ورته ومې ویل چې که ټپي شوم طالبانو ته به مې نه پرېږدې او خپله به مې دوه مرمۍ ولې او وژنې به مې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي چې ډېر ژر به پنجشیر په مکمل ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي.






