دوحه کې افغانستان سره د مرستو ځانګړي صندق ناسته کړې

0
91

دوحه کې افغانستان سره د مرستو ځانګړي صندق ناسته کړې

یاد صندوق په افغانستان کې بشري وضعیت ته په اشارې ویلي چې اوسمهال افغانان له تر ټولو بد بشري وضعیت سره مخ دي او دوی به له دغه فقر ځپلي هېواد سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د ژمنو را خپلولو هڅه وکړي.

 

(2022  / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په دوحه کې د افغانستان لپاره د مرستو ځانګړي صندوق څلورمه ناسته تر سره شوې ده.

راپورونه وایي چې د ناستې ګډونوالو له افغانستان سره د مرستې لپاره د لارو چارو پر موندلو بحثونه کړي دي.

یاد صندوق په افغانستان کې بشري وضعیت ته په اشارې ویلي چې اوسمهال افغانان له تر ټولو بد بشري وضعیت سره مخ دي او دوی به له دغه فقر ځپلي هېواد سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د ژمنو را خپلولو هڅه وکړي.

راپورونه کاږي چې د ملګرو ملتونو ۱۴ بنسټونه د دې ناستې غړیتوب لري. د یادونې ده چې ملګرو ملتونو په وار وار له اقتصادي او بشري بحران څخه د وتلو لپاره له افغانستان سره پر بېړنیو بشري مرستو ټینګار کړی دی.

Leave a reply