ارسنل فټ بال کلب پاکستان سپورټس میله پای لوبه وګټله

0
249

باغی ټي وي رپورټ
ارسنل فټبال کلب د فرنټئير کور نارتھ په مرسته پیل شوې د لنډي کوتل په گورنمنٹ هائي سکول سپورټس ګراونډ کښي د پاکستان سپورټس فيسټيول 2022 فټبال فائنل میچ ګټلې دې، په پای لوبه کې ارسنل فټ بال کلب ته د ۲ ګولو په مقابله کې په درې ګولونو ماتې ورکړه.
د فاينل مېچ خاص مېلمه د ایف سی ځواک 101 ونګ کمانډر لېفټېننټ کرنل عمار اقبال وو چې په لوبغاړو کې يې انعامونه وويشل.
د فاینل میچ د لیدو په وخت نور میلمانه جنرل کونسلر ابو دردا شينواري، يوتھ کونسلر اسماعيل شينوارى هم موجود وو.
د خيبر سپورټس کلب جنرل سيکرټري کليم الله شينواري او نور مشران هم موجود وو.
په دې موقع مشر میلمه اوویل چې ایف سي ځواک په دې سیمه کې د لوبغاړو او ځوانانو د حوصلو لوړولو لپاره دداسې سیالیو تابیا کوی، هغه اوویل چې مونږ غواړو چې ددې سیمې ځوانان او لوبغاړي د لوبو په شان مثبت چارو کې بوخت وي.

Leave a reply