افغانستان لا هم د ترهګرۍ اغېزمنو هېوادونو پۀ لېست کې دی 

0
180

افغانستان لا هم د ترهګرۍ اغېزمنو هېوادونو پۀ لېست کې دی 

راپور کې راغلي چې افغانستان لا هم له ترهګرۍ ځورېږي او په دغه هېواد کې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې ترهګرو وجود درلود خو افغان چارواکي وایي چې اوس په افغانستان کې کومه ستره ستونزه نشته او ټول ګواښونه له منځه وړل شوي دي.

 

(2022 / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ګلوبل تروریزم انډیکس په نامه یو بنسټ له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو یو لیست خپور کړی دی. یاد لیست ښیي چې افغانستان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري.

راپور کې راغلي چې افغانستان لا هم له ترهګرۍ ځورېږي او په دغه هېواد کې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې ترهګرو وجود درلود خو افغان چارواکي وایي چې اوس په افغانستان کې کومه ستره ستونزه نشته او ټول ګواښونه له منځه وړل شوي دي.

افغان حکومت په وار وار ویلي چې اوس هیڅوک په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو موجودیت نه شي ثابتولی ځکه دوی پر ټول هېواد واکمن دي او له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی.

Leave a reply