اوکراین: روسي ځواکونه پر ښوونځیو او روغتونونو بریدنه کوي

اوکراین: روسي ځواکونه پر ښوونځیو او روغتونونو بریدنه کوي
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ویلي چې روسي ځواکونو په دغه هېواد کې په ښوونځیو، روغتونونو او وړکتونونو بریدونه کړي دي او تر اوسه پورې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
(2022 / 3 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ویلي چې روسي ځواکونو په دغه هېواد کې په ښوونځیو، روغتونونو او وړکتونونو بریدونه کړي دي او تر اوسه پورې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اولها سټیفانیشینا ویلي چې د اوکراین پوځ له سخت مقاومت وروسته روسي ځواکونو د ملکي خلکو پر ضد عملیات پیل کړي دي او پر هیچا هم رحم نه کوي.
نوموړې پر روسیې تور پورې کړی، چې د ښارونو په منځ کې پوځي تکتیکونه کاروي او په وینا یې له هوا او ځمکې د بریدونو له لارې یو ترهګریز پلان عملي کوي.
هغې ویلي چې روسي پوځیانو پر کورونو، روغتونونو، وړکتونونو او ښوونځیو بریدونو ته مخه کړې ده او ملکي وګړي یې وژلي دي.
نوموړې څرګنده کړې ده چې اوکرایني ځواکونو ګڼ روسي پوځیان او تجهیزات له منځه وړي دي خو دقیق شمېر یې نه دی یاد کړی.






