تر ۳۸ کلن ځنډ وروسته پۀ نړۍواله کچه د بشري پروژو تدبیق کوونکی بیرته افغانستان راغی

سلطان مسعود دقیق په اسیايي، او افریقايي هېوادونو کې بشري او پرمختیايي پروژې پلې کړې اوپه ۱۳۹۴ لمریز کال کې د المان د فدرال ولسمشر له خوا د لومړي افغان په توګه د وړتیا یو مډال هم ورکړل شوی دی.
(2022 / 3 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق له ۳۸ کلونو وروسته له جرمني څخه افغانستان ته راغی.
سلطان مسعود دقیق په اسیايي، او افریقايي هېوادونو کې بشري او پرمختیايي پروژې پلې کړې اوپه ۱۳۹۴ لمریز کال کې د المان د فدرال ولسمشر له خوا د لومړي افغان په توګه د وړتیا یو مډال هم ورکړل شوی دی.
نوموړي ویلي، چې غواړي له سرپرست حکومت سره د سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو پر لارو چارو خبرې وکړي.