افغان متخصصین: چمتو یو پرته لۀ امتیازه د خلکو د چوپو پۀ موخه بېرته افغانستان ته وګرځو 

0
152

افغان متخصصین: چمتو یو پرته لۀ امتیازه د خلکو د چوپو پۀ موخه بېرته افغانستان ته وګرځو 

هغه وویل، تېره اوونۍ یې له حکومتي چارواکو او د ملګرو ملتونو له استازو سره لیدنې هیله بښونکې وې او وې ویل، دوی د اوسني سرپرست حکومت د چارواکو د غوښتنې پر اساس چې په وار وار یې غوښتنه کړې چې افغانان دې راشي او خپل هېواد ته دې خدمت وکړي، راغلي او موخه یې خدمت کول دي.

 

(2022  / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغان متخصصینو ادارې رییس وايي چې د بېلا بېلو برخو سلګونه متخصصین چمتو دي چې هېواد ته راستانه شي او له کوم امتیاز غوښتنې، شخصي او سیاسي هدف پرته د خلکو خدمت وکړي.

دغه څرګندونې د افغان متخصصینو ادارې رییس انجینیر سیداقا چې تازه له امریکا څخه هېواد ته راستون شوی په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل له افغانستانه بهر سلګونو افغان متخصصینو سره په اړیکه کې دی او هغوی ورته ویلي، چې له کوم امتیاز غوښتنې، شخصي او سیاسي هدف پرته، چمتو دي هېواد ته راستانه او خدمت وکړي.

هغه وویل، تېره اوونۍ یې له حکومتي چارواکو او د ملګرو ملتونو له استازو سره لیدنې هیله بښونکې وې او وې ویل، دوی د اوسني سرپرست حکومت د چارواکو د غوښتنې پر اساس چې په وار وار یې غوښتنه کړې چې افغانان دې راشي او خپل هېواد ته دې خدمت وکړي، راغلي او موخه یې خدمت کول دي.

سیداقا زیاته کړه، حکومتي چارواکو هم ورسره ژمنه کړې چې د دوی د امنیت په ټینګښت کې به جدي هڅې کوي.

Leave a reply