د اټومي انرژۍ ادارې؛ د اوکراین د اټومي تاسیساتو په اړه اندېښنه ښودلې

0
225

د اټومي انرژۍ ادارې؛ د اوکراین د اټومي تاسیساتو په اړه اندېښنه ښودلې

بلخوا راپورونه وایي چې نن به یو ځل بیا د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات پیلېږي او د دواړو لورو پلاوي به د خپلو هېوادونو غوښتنې او غبرګونونه د مذاکراتو پر مېز شریک کړي.

 

(2022 / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د اوکراین د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي دا تایید کړې چې د اوکراین تر ټولو ستره اټومي بټۍ دمګړی د روسیې په کنټرول کې ده.

نوموړی وایي ددغه اټومي تاسیساتو د امنیت په اړه پوره اندېښنې لري، خو تمه لري چې نړیوالې هلې ځلې ددغه سیمې د خوندیتوب سبب شي.

بلخوا راپورونه وایي چې نن به یو ځل بیا د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات پیلېږي او د دواړو لورو پلاوي به د خپلو هېوادونو غوښتنې او غبرګونونه د مذاکراتو پر مېز شریک کړي.

Leave a reply