امریکا: د زلنسکي تر وژلو وروسته هم د اوکراین خلک د حکومت د دوام پلان لري ب

امریکا: د زلنسکي تر وژلو وروسته هم د اوکراین خلک د حکومت د دوام پلان لري
بلینکن د اوکراین د هوايي حریم د تړولو او په الوتنو د بندیز لګولو د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دم ګړۍ دا خبره ناممکنه ده. امریکا د اوکراین سره د روسیې د یرغل په مقابل کې د ځان نه د دفاع په خاطر د خپل وس او توانه پورې مرستو ته دوام ورکوي.
(2022 / 3 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل ، د روسیې لخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د وژل کیدو په صورت کې اوکراین د حکومت د دوام په خاطر پلانونه موجود دي.
بلینکن دا څرګندونې د ( سي بي اس ) تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. هغه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د راتلوونکې او برخلیک او روسیې لخوا پر اوکراین د روانو بریدونو په اړه ارزونې وکړې.
بلینکن د ویاندې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د نړۍ د مشرانو سره په خبرو کې ډیری ځل ” کیدای شي چې دا زمونږ وروستۍ لیدنه او خبرې وي ” ویلي دي ، ” که چیرې روسیه د اوکراین ولسمشر زیلنسکي ووژني ایا څه به پیښ شي؟ ایا امریکا د زیلنسکي پرته په اوکراین کې د یو حکومت نه به ملاتړ ته دوام ورکړي؟ ” وویل ، ” د اوکراین خلک ددې لپاره پلان لري چې زه نه غواړم جزیاتو په اړه يي بحث وکړم. غواړم دا ووایم چې امریکا پدې ډول یا په هغه ډول د اوکراین د حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکوي. “
همداشان بلینکن د پولنډ او امریکا ترمنځه اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو د مسئلې په اړه د همکارۍ اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ” واشنګټن او وارسا پدې مسئله کې په مذاکراتو بوخت دي.
ډیر نږدې په ګډه کار کوي. د پولنډي دوستانو سره اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو نه وروسته د هغوې هوايي ځواکونو دا تشه باید څه ډول ډکه کړو د مسئلې په اړه د خبرو په حال کې یو. “
بلینکن د اوکراین د هوايي حریم د تړولو او په الوتنو د بندیز لګولو د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دم ګړۍ دا خبره ناممکنه ده. امریکا د اوکراین سره د روسیې د یرغل په مقابل کې د ځان نه د دفاع په خاطر د خپل وس او توانه پورې مرستو ته دوام ورکوي.
همداشان بلینکن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پولنډ لخوا اوکراین ته د میګ ۲۲ او سو ۲۵ روسي جنګي الوتکو ورکولو پریکړه په ټوله معنا د پولنډ خپله پریکړه ده او دا د ناټو سازمان پریکړه نده.
د ویلو ده چې د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تیره ورځ په خپل یو خبر کې لیکلي دي چې امریکا په پام کې لري چې پولنډ لخوا اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو په بدل کې دې هیواد ته اف ۱۶ جنګي الوتکې ورکړي.





