روسیې د اوکراین د ټلویزیون پۀ عمومي انتن برید کړی 

0
153

روسیې د اوکراین د ټلویزیون پۀ عمومي انتن برید کړی 

 ویل کیږي‌ روس ځواکونو تیره شپه د اوکراین په ځايي وخت د ماسخوتن د ۷ بجو په شاوخوا کې د تلویزیون د انتن سربیره په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز او د کورنیو چارو وزارت سیمه ایزې ودانۍ باندې هم هوايي بریدونه کړي‌ دي.

(2022 / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف د تلویزیون د عمومي‌ انتن  نه وروسته دا ځل د خارکیف ښار د تلویزیون  عمومي‌ انتن باندې برید وکړ.

د روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل په ترڅ کې روس ځواکونو تیره شپه د خارکیف په ښار کې د تلویزیون په عمومي‌ انتن برید وکړ.

د خارکیف ځايي مقاماتو ویلي دي‌ چې پدې ښار کې تلویزیوني‌ نشرات پرې شوي‌ دي‌ او د تلویزیون عمومي‌ انتن ته ډیر زیان اوښتی دی.

  ویل کیږي‌ روس ځواکونو تیره شپه د اوکراین په ځايي وخت د ماسخوتن د ۷ بجو په شاوخوا کې د تلویزیون د انتن سربیره په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز او د کورنیو چارو وزارت سیمه ایزې ودانۍ باندې هم هوايي بریدونه کړي‌ دي.

  ویل کیږي‌ پدې بریدونو کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

Leave a reply