ټوني بلېر: لۀ بوش سره پر افغانستان د برید پر مهال پۀ مرستې پښېمانه یم 

0
207

ټوني بلېر: لۀ بوش سره پر افغانستان د برید پر مهال پۀ مرستې پښېمانه یم 

بلېر تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د بوش د واکمنۍ پر مهال یې له امریکا سره د عراق او افغانستان په اړه همکاري بېځایه وه.

ټوني بلېر داسې مهال د برېټانیا لومړی وزیر و، چې امریکا غوښتل پر افغانستان او عراق برید وکړي او بلېر ورسره پوره همکاري لرله.

 

(2022 / 3 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر یو ځل بیا ویلي چې پر عراق او افغانستان د برید پر مهال له امریکا سره همکاري یې تېروتنه وه.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې د خبرو پر مهال ویلي، په دې باور دی چې پر عراق او افغانستان برید یوه تېروتنه وه او دی په دې تېرونه کې شریک و.

بلېر زیاته کړې وایي سره له دې چې دا پرېکړه دمګړی ناسمه ورته ښکاري خو هغه مهال په دې باور و، چې کار یې پر ځای دی.

بلېر تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د بوش د واکمنۍ پر مهال یې له امریکا سره د عراق او افغانستان په اړه همکاري بېځایه وه.

ټوني بلېر داسې مهال د برېټانیا لومړی وزیر و، چې امریکا غوښتل پر افغانستان او عراق برید وکړي او بلېر ورسره پوره همکاري لرله.

نړیوال سیاسي مبصیرین په دې باور دي چې امریکا برېټانیا او نور اروپايي هېوادونه افغانستان او عراق کې د جګړې په پلمه د خپلو موخو لپاره وکارول.

Leave a reply