اوکراین: شل زره بهرنیان له روسیې سره د جګړې لپاره راغلي

0
154

اوکراین: شل زره بهرنیان له روسیې سره د جګړې لپاره راغلي

نوموړی وایي په اروپايي او نورو هېوادونو کې د روسیې له هغو کړنو کرکه ډېره شوې چې په وروستیو کلونو کې یې ترسره کوي، له همدې امله زرګونه کسان په خپله خوښه دې ته تیار شوي چې د روسیې خلاف وسله اوچته کړي.

 

(2022 /  3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اوکراین وایي شاوخوا ۲۰ زره بهرني جنګیالي دغه هېواد ته ورغلي څو د روسیې پر وړاندې وجنګېږي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې ویلي، دمګړی د هغو کسانو شمېر شلو زرو ته رسېدلی دی چې اوکراین ته تللي او په خپله خوښه غواړي د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړه وکړي.

نوموړی وایي په اروپايي او نورو هېوادونو کې د روسیې له هغو کړنو کرکه ډېره شوې چې په وروستیو کلونو کې یې ترسره کوي، له همدې امله زرګونه کسان په خپله خوښه دې ته تیار شوي چې د روسیې خلاف وسله اوچته کړي.

بلخوا فرانسې یو ځل بیا له روسیې د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده، خو پوتین ویلي چې دوی به ارو مرو خپلو موخو ته رسېږي.

Leave a reply