روان ژمی؛ طبیعي پېښو ۸۵ افغانان وژلي دي

0
227

روان ژمی؛ طبیعي پېښو ۸۵ افغانان وژلي دي

د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان ژمی سخت و او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

 

(2022 / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روان ژمی د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۵ کسان وژل شوي دي.

د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان ژمی سخت و او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

سرچینه کاږي چې تر دې دمه د ژمنیو پېښو له امله شاوخوا ۸۵ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپيان دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې بیا ویلي چې افغانستان کې په روان کال کې بیا تر ۵۳ زره ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.

یاده اداره وایي دا پېښې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي چې ډېری یې زلزلې، توپانونه، ځمکې ښویېدنه، سیلابونه او بارانونه وو.

Leave a reply