زلنسکې له امریکا څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې ده

زلنسکې له امریکا څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې ده
نوموړي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټلفوني خبرو کې له هغه څخه غوښتنه کړې ده چې اوکراین سره مالي مرستې وکړي او پر روسیې بندیزونه لا پراخ کړي.
(2022 / 3 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ مخامخ جګړه نن ۱۱مې ورځې ته غځېدلې ده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې له امریکا څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټلفوني خبرو کې له هغه څخه غوښتنه کړې ده چې اوکراین سره مالي مرستې وکړي او پر روسیې بندیزونه لا پراخ کړي.
په ورته وخت کې روسیې له اروپایي ټولنې او ناټو څخه غوښتنه کړې ده چې اوکراین ته د نظامي تجهیزاتو له استولو ډډه وکړي.
د یادونې ده چې نن داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې امریکا او پولنډ اوکراین ته جنګي چورلکې ورکړې دي.





