باغي ټي وي رپورټ
په میلسي کې یوې جلسې ته په وینا کې وزیراعظم عمران خان په خپله وینا کې ویلي دي چې کله چې د عدم اعتماد تحریک ناکام شو نو ایا تاسو تیار ی چې زه به له تاسو سره څه وکړم؟
میلسي کښې یوې جلسې ته وینا کښې وزیراعظم اوویل چې مونږ به ډیر زر په قومي اسمبلۍ کښې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو لپاره آئيني ترمیم راوړو او اوس به ګورو چې پيپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) د جنوبي پنجاب صوبې په اړه زمونږ ملاتړ کوي او که نه، هغه اوویل چې دا هرڅه به وس مخې ته راشي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ده ووئيل د جنوبي پنجاب لپاره به 500 اربه روپۍ نورې هم لګولې شي٬ زمونږ د پالېسو له وجې كروندګرو ته زياته ګټه رسېدلې٬ وزیراعظم اوویل چې د چين نه يو لاک ټنه سره به په يوه هفته كښې را ورسي ، هغه اوویل چې حکومت کرونده ګرو ته ازرانه سره ورکوي، هغه اوویل چې د نړۍ په مقابله کې پاکستانیانو ته ډیره ارزانه سره ورکوو.
جلسې ته په خپله وینا کې وزيراعظم وويل عمران خان تر نن ورځې پورې د هيچا په وړاندې ی سر نه دى ټيټ کړى او تر څو چې ژوندى يم خپل قوم به هم د چا مخې ته د سر ټیټولو لپاره مجبور نن کړم.
Panaromic Picture from the Jalsa! Looks like people have decided whom they have Confidence on. The combined Opposition is destined to fail. #میلسی_بولے_صرف_کپتان#وہاڑی_کپتان_کا#عدم_اعتماد_ہوگی_ناکام pic.twitter.com/qOgp3E1MWI
— PTI (@PTIofficial) March 6, 2022










Leave a Reply