د امارت اسلامی افغانستان له خوا په تورخم پوله سخت امنیتي ګامونه
باغي ټي وي رپورټ
نن د اتوار په ورځ په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان وزیر داخله شیخ رشید احمد د تورخم دورې په وخت سخت امنیتي انتظام شوې وو. د لنډیکوتل ځای خبریالانو مطابق په تورخم بارډر د اسلامی امارت چمتو جنګیالي ولاړ وو.
د تورخم په پوله د امارت اسلامی افغانستان او د پاکستان سیکوریټي فورس له طرف نه د شیخ رشید احمد د دورې په موقع سخت امنیتي ګامونه پورته شوي وو، د امارت اسلامی جنګیالي په پوله چمتو ولاړ وو چې د کومې ناخوښي پیښې مخنیوي وکړې شي.
یاده دې وی چې په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ چې کله په پایه تخت کابل د امارت اسلامی کنټرول لاس ته راغي نه په هغه ورځ د تورخم پوله هم د طالبنو کنټرول ته راغلي ده، په پوله د طالبانو جنګیالي ځوانان چمتو ولاړ وي او خپله وظیفه ترسره کوي.
د لنډیکوتل یو ځای خبریال اوویل چې د طالبانو په جنګیالو کښې د بدري ۳۱۳ ګروپ کسان هم وو چې چمتو ولاړ وو او خپله وظیفه ی کوله.
Tight security arrangements were observed during @ShkhRasheed visit to #Torkham today. Islamic Emirate of #Afghanistan armed persons, #Pakistan security force personnel are seen standing alert. Sheik told that now peace has come to this region.@ShkhRasheed @M_EssJay @sumrkhan1 pic.twitter.com/K8ElBzTXo0
— Nasib Shah Shinwari (@Shinwari2014) September 5, 2021