هیله مند یو چې جرمني به افغانستان سره سفارتي اړیکې پیل کړي: ذبیح الله مجاهد
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان ویاند او د فرهنګ کمیسون مشر ذبیح الله مجاهد یو جرمني رسنۍ سره په خبرو کښې ویلی دي چې دوی هیله مند دي چې جرمني به افغانستان سره سفارتي اړیکې پیل کړي.
مجاهد اوویل چې په افغانستان وس د امارت سلامی کنټرول دې او د تعلیم ، صحت، ذراعت او اقتصاد ته ترقې ورکولو لپاره د جرمني هیواد مرستو ته اړتیا لري.
یاده دې وی چې د ملل متحده سیکرټری جنرل هم اعلان کړې چې په راروان ۱۳ ستمبر به دوی په سویټزرلینډ جنیوا کښې د افغانستان د ځپلي خلقو سره د مرستو لپاره ډونر کانفرنس کوي چې ددې هیواد د سختو سره مخ وګړو سره مالی مرستې وشي.
امریکه هم وای چې د طالبانو سره د اړیکول او ددوی حکومت تسلیمولو لپاره خبرې روانې دي، یاده دې وي چې ټوله نړې دا غوښتنه کوي چې په افغانستان کښې دې یو داسې حکومت جوړ شي چې ټولو سیاسي، جهادي مشرانو ته منظور وي.