هایټي هېواد کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر «۱۲۹۷» ته ورسېد
د کارابین هېواد «هایټي» کې د سختې زلزلې له کبله د مړو شمېر «۱۲۹۷» ته پورته شوی او روغتونونه له ټپيانو ډک شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په هایټي هېواد کې د شنبې په ورځ د مازدیګر په ۵:۲۹ بجې د ۷.۲ په شدت سره زلزلې زرګونه کورونه او ودانۍ ویجاړې کړي دي.
راپور زیاتوي، د یادې سختې زلزلې له کبله تر دې دمه نږدې ۱۳ سوه کسان مړه شوي او ۵۷۰۰ نور ټپيان دي چې د سلګونه نورو د لادرکۍ خبر ورکړل شوی دی.
په هایټي کې له زلزلې څخه اغیزمن شوي هېوادونه بهاماس، دومینیکن جمهوریت، جمیکا، هایټي، پورتو ریکو، ترکان او کیکوس ټاپوګان، د امریکا کوچنی بهر ټاپوګان او کیوبا دي.
بل لور ته یاد خبري اژانس زیاتوي چې په هایټي هېواد کې روغتونونه د زیاتو ټپیانو له کبله ډک شوي او نور د ناروغانو ځایولو وړتیا نه لري. د شمال لویدیځ په جیرمي ښار کې چې د زلزلې له کبله سخت ځپل شوی ډاکټران د ناروغانو درملنه د روغتون خوا کې د ونو لاندې او د سرک غاړې ته کوي.
د هایټي هېواد د ملکي محافظت ادارې مشر جیري چانډلر ویلي، «موږ یوه جدي ستونزه لرو، دلته خورا مهم تاسیسات شتون لري چې غیر فعال دي، خو هغه چې فعال دي د ناروغانو درملنه کوي».
هایټي هېواد له تېرو دوه کالونو د کرونا وبا له کبله اقتصادي ځپل شوی، او په ځانګړي ډول هغه مهال د سخت سیاسي بحران او کړکیچ سره هم مخ شو چې د جولای په ۷مه نېټه ددې هېواد ولسمشر جوینل موز ووژل شو.
له دې وړاندې په ۲۰۱۰م کال کې په هایټي هېواد کې د ۷.۰ شدت سره زلزلې له ۲۵۰ زرو زیات کورونه، ۳۰ زره سوداګریزې ودانۍ او د ۱۰۰ زرو او ۳۵۰ زره ترمنځ خلک وژلي وو چې د نړۍ په تاریخ کې یو له سختو زلزلو څخه وه.