پولنډ او امریکا اوکراین ته جنګي چورلکې ورکوي
پولنډ او امریکا اوکراین ته جنګي چورلکې ورکوي
ویل کېږي چې تلیفوني مکالمه شاوخوا دېرش دقیقې اوږده شوې ده. بلخوا د جګړې میدان ګرم دی او روسیې د اوکراین د پلازمینې پر ګډون پر ګڼو ښارونو د توغندیو بریدونه ډېر کړي دي.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او پولنډ اوکراین ته د جنګي چورلکو پر ورکولو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې پولنډ او امریکا ټینګار کړی چې په ګډه به ژر تر ژره د اوکراین د پوځي پیاوړتیا لپاره هڅه کوي او دغه هېواد ته به ځینې جنګي چورلکې ورکړي.
له دې سره جوخت د امریکا ولسمشر د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي سره ټلیفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې له اوکراین سره پر بشردوستانه مرستو بحثونه شوي او یاد هېواد ته د امریکا له لوري د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.
ویل کېږي چې تلیفوني مکالمه شاوخوا دېرش دقیقې اوږده شوې ده. بلخوا د جګړې میدان ګرم دی او روسیې د اوکراین د پلازمینې پر ګډون پر ګڼو ښارونو د توغندیو بریدونه ډېر کړي دي.