آیت الله خامنه یي: پر غرب زړه مه تړئ، له زیلنسکي او اشرف غني عبرت واخلئ
آیت الله خامنه یي: پر غرب زړه مه تړئ، له زیلنسکي او اشرف غني عبرت واخلئ
نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې پر غربي هېوادونو له تکیه کولو ډډه وکړي او له هغو کسانو دې عبرت واخلي چې امریکا یې ملاتړ کاوه، خو د ستونزې پر مهال یې یوازې پرېښودل.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران مذهبي مشر وايي که څوک اوس هم پر امریکا باور لري، نو د اشرف غني او زیلنسکي له حالت دې عبرت واخلي.
د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي وایي امریکا هېڅ وخت له هغو کسانو تر پایه دفاع نه ده کړې چې ملاتړ یې کاوه او پالل یې.
خامنه يي دغه زار وایي چې امریکا په ټوله نړۍ کې یرغلیزه پالیسي لري او یوازې غواړي د هېوادونو له طبیعي شتمنیو ګټه پورته کړي.
هغه زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې د ښادیو پر مراسمو هوایي بریدونه وکړل، جګړې یې وکړې او په سوریه کې یې د تېلو له منابعو استفاده وکړه.
نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې پر غربي هېوادونو له تکیه کولو ډډه وکړي او له هغو کسانو دې عبرت واخلي چې امریکا یې ملاتړ کاوه، خو د ستونزې پر مهال یې یوازې پرېښودل.