په بلوچستان کښې د ټي ټي پي ځانمرګي برید په سختو ټکو کښې غندنه کوم: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د په بلوچستان مستونګ کښې برید په سختو ټکو کښې غندلې دې. عمران خان وای چې د تحریک طالبان پاکستان دغه برید په سختو ټکو کښې مذمت کوي.
عمران خان په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د نن مستونګ د ټي ټي پي برید په غندنه کوي. عمران خان وای چې په برید کښې دشهید شوو کورنې غړو سر په دې غم کښې شریک دې. خان وای چې د پاکستان ټول هغه خلقو او فوځي سرتیرو باندې ویاړ کوم چې د پاکستان او د پاکستاني عوام د حفاظت لپاره ی خپل ځانونه قرباني کړي دي.
یاده دې وي چې نن په کویټه مستونګ روډ باندې یو برید شوې دې، د جیو نیوز مطابق دا برید ځانمرګي برید وو ، ۳ سیکوریټي اهلکار پکښې شهیدان او ۲۰ نور کسان پکښې ټپیان شوی دي.