اروپايي ټولنه وايي د طالبانو کړنو ته ګورو
اروپايي ټولنه وايي د طالبانو کړنو ته ګورو
اروپایي ټولنه وایي مونږ د طالبانو ژمنوته نه ، بلکې د هغوی کړنو ته په کتو د خپلو مرستو په هکله پریکړه کوو.
(2021 / 9 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
اروپایي ټولنه وایي مونږ د طالبانو ژمنوته نه ، بلکې د هغوی کړنو ته په کتو د خپلو مرستو په هکله پریکړه کوو.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې ویلي، دوی د طالبانو ژمنو ته نه بلکې د هغوی کړنو ته په کتو د خپلو مرستو په هکله پریکړه کوي.
د یاد مسوول په وینا، اروپایي ټولنه د دې غوښتونکې ده څو په افغانستان کې د ترهګرې ډلې د تل لپاره ختمې شي او طالبانو د ښځو او اقلیتونو حقونو ته په رښتینې توګه درناوی وکړي.
نوموړې زیاته کړه افغانستان کې خلک له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او دغه ټولنه ددې په لټه کې ده څو خپل بشردوستانه مرستې ور ورسوي او دغه مرستي به د کابل نړیوال هوایي ډګر له فعالیدو سره سم پیل شي.