پاکستان به ترقیامته پورې آبادې وی: شیخ رشید

0
180

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر داخله په تورخم زیرو پواینټ میډیا سره خبرو اترو کښې اوویل چې د هندوستان را ایجنسۍ په افغانستان کښې د ترهګرو د ټریننګ لپاره۶۰ شپیته کیمپونه جوړ کړي وو، شیخ رشید وایی چې میډیا باید چې دنیا ته اوښایی چې دلته هیڅ کوم مهاجرو کیمپ نشته، دلته امن او سکون راغلي.

پاکستان په راروان وخت کښې افغانستان سره تجارتي او سیاسي دواړه اړیکو ښه کول غواړي، په افغانستان کښې دې طالبان سیاسي مشران او افغان عوام په شریکه کار وکړي، هلته دې یو ټولشریک حکومت جوړ کړي، پاکستان به همیشه په افغانستان کښې امن او ترقي راوستلو حمایت کوي.

شیخ اوویل چې تاسو به لیدلي وی چې د هندوستان د سفارت عمله د کابل نه واپس تلله نو دوی ډیر پریشان ښکاریدل او د مخونو نه د شکست پته لګیده. شیخ رشید اوویل چې پاکستان فوځ او عوام د ۸۰ اتیا زره کسانو قرباني ورکړي ده، دوی اوویل چې فوځ او د هیواد سیکوریټي ادارو ستاینه کوي چې د هشت ګردۍ خلاف جنګ ی په کامیابۍ سره وکړو او دهشت ګردو ته ی ماتې ورکړه.

Leave a reply