لاهور قلندر ټیم د فاینل میچ ټرافي شاهین شاه آفریدي حجرې ته راوړې

د شاهین شاه آفریدي پلار آیاز آفریدي لاهور قلندر ټیم مالک او روزونکي عاقب جاوید سره په خپله حجره کې ناست دې.
نصیب شاه شینواري
د ۷ اووم پاکستان سوپر لیګ سیالیو ګټونکي لاهور قلندر لوبډلې خپل جام نن د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل کې ددې لوبډلې مشر شاهین شاه آفریدي حجرې ته راوړې وو.
د لاهور قلندرز کرکټ ټيم مالک عاطف رانا په لنډي کوتل کې ملک د دريا خان آفريدي حجرې ته ورغې ، په دې موقع ميډيا سره خبرو کښې د لاهور قلندرز کرکټ ټيم کوچ او د پاکستان کرکټ ټيم پخوانې کرکټر عاقب جاويد هم په دې موجود وو۔
په دې موقع د شاهین شاه آفریدي پلار آیاز آفریدي او ملک دریا خان هم موجود وو. د لاهور قلندر ټیم مالک عاطف رانا او د ټیم روزونکي عاقب جاوید ته د ستړي مشي لپاره د ضلع خیبر بیلا بیلو سیمو څخه مشرانو، ځوانان او نور لوبغاړي راغلي وو او میلمنو ته ی ستړي مشي اوویل. د یادونې ده چې شاهین شاه آفریدي، چې د لاهور قلندر ټیم مشر دې، په دې دستوره کې نه وو ځکه هغه نن سبا د اسټریلیا لوبډلې سره د سیالیو لپاره د پاکستان قامي کرکټ برخه ده او لنډیکوتل څخه بهر دې.
رسنیو سره خبرو کې عاطف رانا او نورو مشرانو اوویل چې دا د پاکستان لپاره د ویاړ خبره ده چې د لنډیکوتل څخه یو لوبغاړې د لاهور قلندر لوبډلې مشر دي او د خپل ټیم لپاره ی د ۷ پي ایس ایل فاینل میچ وګټل او نن مونږ د خپل ټیم د مشر په حجره کې یو. هغه زیاته کړه چې په لنډیکوتل کې دې د لوبو سهولتونه ورکړې شي چې په دې سیمه کې د شاهین شاه آفریدي په شان نور لوبغاړي هم مخې ته راشي او د پاکستان نامه په نړۍ کې روښانه کړي.
دا خبره هم د یادونې ده چې د شاهین شاه آفریدي تعلق د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل څخه دې ، لنډیکوتل یوه روسته پاتې شوې سیمه دې چې دلته د لوبو سهولتونه شتون نه لري خو بیان هم دې سیمې د شاهین شاه آفریدي په شان لوبغاړي پیدا کړي چې نن سبا د پاکستان د ملي کرکټ لوبډلې برخه ده او د پاکستان نامه ی په نړۍ کې روښانه کړې او خلق ته ی ور پیژندلې ده.









