اروپایي ټولنه: پر روسیې نورو بندیزونو ته تیار یو

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې د اوکراین پر فضا او شاوخوا باندې د پروازونو د بندولو د سیمې د رامنځته کولو په اړه د اوکراین د وړاندیز په هکله محتاط دي، ځکه دا ډول اقدام کیدای شي روسیې سره د ناټو د مستقیمې جګړې سبب شي.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزیف بوریل، ویلي چې د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو لپاره ټول انتخابونه پر میز پراته دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې د اوکراین پر فضا او شاوخوا باندې د پروازونو د بندولو د سیمې د رامنځته کولو په اړه د اوکراین د وړاندیز په هکله محتاط دي، ځکه دا ډول اقدام کیدای شي روسیې سره د ناټو د مستقیمې جګړې سبب شي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په وار وار له ناټو غوښتي چې د اوکراین پر شاوخوا د پروازونو د منع کېدو سیمه رامنځته کړي.