د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره هڅې کوو

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره هڅې کوو
سرچینه کاږي چې دوی په همدې موخه د افغانستان د اماناتو صندوق رامنځ ته کړی دی او په هغه کې به د افغانستان لپاره مرستې راټولېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان د خلکو لپاره لګول کېږي.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د دغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې بشردوستانه خدماتو سره د مرستې او همکارۍ په برخه خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
سرچینه کاږي چې دوی په همدې موخه د افغانستان د اماناتو صندوق رامنځ ته کړی دی او په هغه کې به د افغانستان لپاره مرستې راټولېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان د خلکو لپاره لګول کېږي.
سرچینه کاږي چې په تازه مورد کې نایجیریا د افغانستان د اماناتو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده او تمه کېږي چې نور هېوادونه هم خپلې مرستې ډېرې کړي.






