پایه تخت کابل کښې کاروباري هلې ځلې پیل شوي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه رارسیدلي رپورټونه وای چې دلته کاروباري هلې ځلې پیل شوي دي ، یو صراف او سوداګر رسنیو ته ویلي چې سوداګر وس دلته مطمین شوي دي .
د کابل یو سوداګر میډیا ته ویلي چې پرون راهسې سرای شهزاده پرانستل شوې دې، کاروباري هلې ځلې پیل شوي دي او د سرای شهزاده په پرانستلو سره دلته په کابل کښې یو شمیر سوداګرو او صرافانو د سرای شهزاده په پرانستلو سره د خوشحالۍ څرګندونه کړي دې.
یاده دې وي چې په تیر ۱۵ اګسټ چې کله پایه تخت د امارت اسلامی کنټرول لاندې راغلو نه په پایه تخت کابل کښې کاروبا په ټپه ودریدو، بانکونه او ټول لوی سوداګریز مرکزونه تړل شوي وو. پرون چې سرای شهزاده پرانستل شو نو دې سره کاروبار شروع شو او عام خلقو او سوداګرو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.