کابل کې؛ د عملیاتو پر مهال له يوه کوره ۷ هاموې ټانکونه ترلاسه شوي

کابل کې؛ د عملیاتو پر مهال له يوه کوره ۷ هاموې ټانکونه ترلاسه شوي
د ا.ا مرکزي ویاند پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خلکو وغوښتل چې دولتي وسایل دې په خپله خوښه حکومت ته تسلیم کړي. هغه زیاته کړه که دا کار وشي نو کور په کور د تالاشي لړۍ به ورسه هم پای ته ورسیږي.
(2022 / 3 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دویمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه یې ۷ هاموې ټانګونه ترلاسه کړي دي.
د امنیې قومندانې ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټویټر پانه لیکلي چې دغه ټانګونه یې نن د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په یوه سیمه کې تر لاسه کړي دي.
ده زیاته کړه چې دغه وسایل امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په بهیر کې له یوه کور پیدا کړي دي.
سرپرست حکومت اووه ورځې مخکې په کابل او څو نورو ولایتونو کې تصفیوي عملیات پیل کړل او تر اوسه لا دوام لري.
د ا.ا مرکزي ویاند پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خلکو وغوښتل چې دولتي وسایل دې په خپله خوښه حکومت ته تسلیم کړي. هغه زیاته کړه که دا کار وشي نو کور په کور د تالاشي لړۍ به ورسه هم پای ته ورسیږي.





