د پیښور برید ځانمرګي برید تاید شوې دې

د پیښور په آرمي پبلک سکول کې په ۱۶ دسمبر کال ۲۰۱۴ د چاودنې پس منظر: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پېښور په قصه خواني بازار کې د کوچه رسالدار په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۳۰ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د ایس ایس پی اپریشنز هارون رشید وینا ده چې دا یو ځانمرګی برید وو چې ځانمرګی بریدګر په پولیس ډزې وکړې او جومات ته ننوتو وروسته منبر ته ورسېد او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړه.
د ریسکیو د سرچینو له مخې تر دې دمه ۳۰ ژوبل کسان لیډي ریډنګ هسپتال ته رسول شوي چې د لسو کسانو حالت نازک دی.
عیني شاهدان وايي، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.د خاص مرستیال بیرسټر سیف په وینا ترهګرو لومړی جومات ته د ننوتو هڅه وکړه.ده وويل چې ترهګرو له پوليسو سره هم ډزې وکړې او يو ترهګر جومات ته ننوت او ډزې ی وکړې.






