په اسلام آباد کې د نوي ژوند ادبي،کلتوري او فلاحي تنظیم له لوري پښتنو لیکوالانو لپاره د امن ایوارډ ۲۰۲۱ دستوره

0
178

نصیب شاه شینواري
د روان کال په ۲۶ فرورۍ د پایه تخت اسلام آباد په نیشنل لایبریري آډیټوریم تالار کې د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم ترسیوري لاندې د ملک د بیلا بیلو سیمو د پښتو ژبې لیکوالانو،ادیبانو، څیړونکو، خبریالانو او هنرمندانو لپاره ددوی د پښتو ژبې لپاره د کړو هڅو او خدمتونو په اړه د امن ایوارډ ۲۰۲۱ دستوره او د موسیقۍ یو زړه پوري ماښامي تابیا شوې وه.

ددې لوې ،درنې او ښایسته غونډې مشري نامتو شاعر او لیکوال نورالامین یوسفزي وکړه، په دې غونډه کې خاص مېلمه د پاکستان نېشنل کونسل آف آرټس پخوانی ډائریکټر جنرل نامتو هنرمند جمال شاه کاکړ وو.

ددې پروګرام د نظامت ذمه واري د نوي ژوند مرستیالې نازیه خان دراني او د نوي ژوند عمومي مرستیال شیراز خان شیرازي کوله ، د غونډې پر مهال د نوي ژوندی تنظیم مشر نسیم مندوخیل هم دوی سره د سټیج په چلولو او مخته وړلو کې مرسته او همکاري کوله.
د نوي ژوند تنظیم مرستیالې نازیه دراني له مېلمنو څخه مننه وکړه او د نوي ژوند رییس نسیم مندوخېل د دې ادارې مقصدونه د غونډې برخه والو وړاندې کیښودل.
په دې موقع نازیه دراني اوویل چې ددې فلاحي او کلتوري تنظیم بنسټ نسيم مندوخېل په ۲۰۱۳ کال کې په نوښار کې د ژوند فاونډيشن په نامه کیښودو کله چې هغه په ریډیو پاکستان پېښور ايف ايم / آر جي ، کې د کمپیر په توګه کار کول.
هغې اوویل چې ژوند فاونډيشن هغه وخت رجسټرډ نه وو، نو په اسلام اباد کې د نورو ملګرو په مشوره او د تنظيم ملګرو او چيئرپرسن تانيه تاجک او نسيم مندوخېل د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظيم اسلام اباد نوم خوښ کړو او هم دا نامه ی کیښوده.

نازیه دراني د دستورې په مهال خپله وینا کوي.

نوموړې زیاته کړه چې په 2014 او 2015 کې، نازیه صدف کاکاخېل، چې د عورت فاونډیشن د آواز خپرونې کوربه او د ریډیو پاکستان پخوانۍ کوربه وه، د خپلې موسسې په مالي مرسته د خوشحال خان خټک په مقبره کې کلیزه ولمانځله او په نوښار کې ی د پښتو مشاعر او یو دستوره هم تابیا کړه.
د غونډې برخه والو ته په وینا کې نسیم مندوخیل اوویل چې له هغه وخت راهیسې دې تنظیم ټول پروګرامونه د سازمان د غړو په مرسته او د محلي شرکتونو په سپانسرشپ سره ترسره کړي.
هغه زیاته کړه چې نوي ژوند تنظیم د عام اولس د خیرښیګړې کارونه هم ترسره کړي دي، د کورونا لاک ډاون پر مهال ی ټرانسجینڈر، یعني نرښځو سره مرستې کړي دي او دوی ته ی په کور کې د خوراکي توکو رسولو بندوبست کړې وو.
مندوخیل اوویل چې د نوي ژوند مشرې تانیا د تاجک چاپیریال په اړه کار کوي او د نوي ژوند پلیټ فارم څخه هغه د ټپي پیشوګانو او د سپو د درملنې لپاره هم کار کوي او د پیشو ګانو او سپو درملنه کوي. هغه زیاته کړه چې نوموړې په پیښور کې د بې کوره ساتونکو پیشوګانو او سپیو لپاره د سر د پناه ځای هم جوړ کړې دې چرته چې پیشوګانې او سپي ساتلې شي او ددوی خدمت کولې شي.
نوی ژوند د نېشنل پریس کلب پخوانې صدر شکیل قرار او د سینئیر نائب صدر ډاکټر سعدیه کمال په همکارۍ د اکتوبر په پنځمه نېټه کال ۲۰۱۹ کې په نیشنل پریس کلب کښې د مشاعرې، کلتور نندارتون او د موسیقۍ یوه رنګینه دستوره جوړه کړې وه، بیا د نازیه دراني کتاب (ماته خو په کار وې ته ) خپور کړو. د کال ۲۰۲۰ جنورۍ په دویمه نېټه د راولپنډۍ آرټس کونسل د پوټهواراو د اردو ډرامو مشهور اداکار مسعود خواجه په همکارۍ د موسیقۍ یوه رنګینه او خوندور ماښام تابیا هم شوې وه.

د نوي ژوند له لوري د نیشنل لایبریري مرستیال مشر ظاهر خان او د سیکوریټي انچارج ممتاز شیخ ته په پښتو ژبې د کتابونه ډالۍ ورکړې شوه.
نسیم مندوخیل رسنیو سره خبرو اترو کې اوویل چې زمونږ د تنظیم ټول غړي د نیشنل لایبریرۍ انتظامي چارواکو ډیره ډیره ستاینه وکړه چې هم ددوی په وجه دغه رنګینه دستوره تابیا شوه، دوی اوویل چې دا دستوره هم د نیشنل لایبریرۍ د انتظامیه په همکارۍ دلته ترسره شوه او د پښتنو د سیمو شاعرانو، هنرمندانو ، ادیبانو او خبریالانو ته پکې درناوې او عزت ورکړل شو چې دا مونږ لپاره او زمونږ د نوي ژوند تنظیم لپاره ډیره د ویاړ خبره ده.
نوموړي د قامي اسمبلۍ د ډپټي سپیکر قاسم خان سوري، د هغه سیکرټري ملک تنویر، د قامي ورثې او کلتور څانګې سیکرټري میډم ناهید خان درانی، جوائنټ سیکرټري ظاهر شاه، ډپټي سیکرټري افشان صابر، سیکشن افسر شیر عالم خان، ډائریکټر نیشنل لائبریری راجه جاوید، ډپټي کمشنر حمزه شفقت هم موجود وو. د ملي کتابتون له مرستیال ظاهر خان، د امنیت امر ممتاز شیخ او د آډیټوریم له مسوول محمد سایی څخه ځانګړې مننه وکړه چې په دې دستوره جوړولو او اداره کولو کې ی دوی سره پوره پوره همکاري وکړه.

د نوي ژوند تنظیم د جایزې کمیټې مشر او نورو غړیو له لوري ټاکل شوي د جایزې مستحق کتابونه چې په ۲۰۲۰ کال کې د کتاب د سیالۍ لپاره رالیږل شوي وو، نامتو شاعرانو، لیکوالانو، ورځپاڼو، هنرمندانو، ژورنالیستانو او سماجي او فلاحي کارکوونکو ته ایوارډونه ډالۍ کړل.
د ایوارډونو دستورې نه پس ماښام د موسیقۍ یو ښایسته غونډه وشوه، د نوي ژوند د کلتور سيکرټري راج ولي خان مروت او نورو غړو سندرغاړو عظيم خان وطن يار، ګل خان، اکرام خان ګدون، د پښتو مشهور سندرغاړی نعيم خان طوري او ځوان کشمیري او پښتو سندرغاړې حنا عباسي په خپلو ښکلو آوازونو د غونډې برخه وال په نڅا کولو مجبوره کړل.
خانزاده اسفندیار خټک تورې په لاس د پښتنو دودیز لباس او د پښتنو کلتوري نڅا (اتڼ) سره په دستوره کې برخه والو پام ی ځان ته راواړولو، د غونډې برخه والو په دې ښایسته اتڼ اسفندیار خټک او ددوی ملګرو ډیره ستاینه وکړه او دوی ته ی دروند غزت ورکړو.

رسنیو سره خبرو کې د بلوچستان نامتو اداکار او هنرمند جمال شاه اوویل چې د پښتنو سیمې د ترهګرۍ څخه بدې متاثره شوي دي،هغه اوویل چې باید د پښتنو سیمو د خلقو لپاره، ددې سیمو د شاعرانو ،ادیبانو او خبریالانو لپاره غونډې تابیا شي چې دا خلق رانزدې شي.
نوموړي اوویل چې د نوي ژوند تنظیم د پښتنو لیکوالانو ،هنرمندانو ،خبریالانو لپاره د امن ایوارډ ډیر د ستاینې وړ کار دي او دې ایوارډ سره د پښتو ژبې لیکوالانو حوصلې ډیرې اوچتې شوې.
پروفیسر ډاکټر اباسین یوسفزي د نوي ژوند تنظیم له خوا تابیا شوې دستورې ستاینه وکړه ، هغه اوویل چې پښتانه لیکوالان او شاعران په دې سیمو کې بدامنې له وجهې بد متاثر شوي دي، هغه اوویل چې هم دې پښتو لیکوالانو د پښتنو لپاره غږ اوچت کړې دې، ددې اولس ستونزې ی نړۍ او حکومت ته ور په ګوته کړي دي او هم دوی د داد او ستاینې وړ خلق دي.
یوسفزي اوویل چې د پښتنو شاعرانو،ادیبانو او خبریالانو ستاینه کول او ددوی روزنه د وخت ضرورت دي، هغه زیاته کړه چې پښتنو لیکوالانو روزنه او ستاینه په مقامی سطح او بیا په حکومتي سطح هم په کار ده.
نسیم مندوخیل رسنیو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې نوې ژوند تنظیم د صوبایی حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې د پښتنو لیکوالانو،شاعرانو، ادیبانو او خبریالانو د ستاینې لپاره داسې دستورې تابیا کړي ، هغه اوویل چې هم دا شاعران او خبریالان دي چې د اولس ستونزې د قلم او د ژبې په څوکه چارواکو ته وړاندې کوی نو هم دې لپاره دا په کار دي چې ددې لیکوالانو د کار او قربانیانو ستاینه وشي او دوی په ایوارډونو ونازولې شي.
نسیم مندوخیل ، باغي پښتو ټي وي سره خبرو کې زیاته کړه چې د کال 2017 په پائ کښې نوي ژوند قدرمنې نازیه دراني ته په نوي ژوند ادبي کلتوري او فلاحي تنظیم کښې د ګډون بلنه ورکړه نو هغې په ورین تندي دا بلنه او منله او د خپل ژوند د ملګري ساجد په مشوره ی د نوي ژوند په اجلاسونو کښې ګډون پیل کړ.
تنظیم دا فیصله وکړه چې نازیه دراني په ادب کښې ډیر ښه او د عزت مقام لري نو باید نوی ژوند دا مثال قائم کړي چې یوې میرمنې ته په تنظیم کې د هغې وړ عهده ورکړې شي نو ځکه یې د نوي ژوند صدره و ټاکله خو چې کله هغه په هر قدم د تنظیم سره اوږه په اوږه روانه وه نو کال پس د تنظیم کابینې د هغې په اړه دا پریکړه وکړه چې نازیه دراني دې د تنظیم مرستیاله مشره/ وائس چیئرپرسن و ټاکل شي .
مندوخیل زیاته کړه چې نازیه دراني تل نوي ژوند تنظیم ته ځان وئیلی دی او نوي ژوند یې هم په ویاړ د خپل ځان یوه برخه ګنړي. نسیم مندوخیل اوویل چې له 2017 څخه تر 2022 پورې یو قدم هم نازیه دراني د تنظیم ،ژبې او قام د خدمت څخه نه ده روستو او زمونږ د تنظیم ټول غړي او مشران په نازیه دراني ویاړ کوي .

Leave a reply