چین: چمتو یو چې لۀ طالبانو سره ګډ کار وکړو
چین: چمتو یو چې لۀ طالبانو سره ګډ کار وکړو
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبانو ترې غوښتي چې د افغانستان پۀ بیا رغونه او پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې پۀ خپرولو سره ویلي چې چمتو دي چې طالبانو سره د افغانستان پۀ بیا رغونه او د پرمختګ برخه کې مرستې وکړي.
اعلامیه زیاتوي چې دوی لۀ طالبانو غوښتي چې واک دې پۀ سولییز ډول تر لاسه کړي او هڅه دې وکړي چې د افغانستان ټولو اتباعو ته مساوي حقوق ورکړي او داسې ټول شموله حکومت دې رامنځته کړي چې د افغانستان ټړل خلک پکې خپل ځان وویني.
د یاودنې وړ ده چې نن سهار د سعودي عربستان هېواد اعلان وکړ چې خپل ټول دېپلومان یې د طالبانو لۀ راتګ سره سم لۀ افغانستانه وویستل او ټولې ديپلوماتیکې اړیکې یې د اوس لپاره پرې کړې.