چین: نړیواله ټولنه باید پر افغانستان بندیزونه ختم کړي
چین: نړیواله ټولنه باید پر افغانستان بندیزونه ختم کړي
چینایي لوري ویلي تمه لري چې پر افغانستان ژر تر ژره اقتصادي بندیزونه ختم شي، ددغه هېواد د اقتصاد پرځولو پالیسي ختمه شي، شتمني یې ازاده شي او له وګړو سره یې اړینې بشري او اقتصادي مرستې پراخې کړل شي.
(2022 / 3 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان بندیزونه ختم کړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له اقتصادي پلوه ترینګلی دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او متحدینو دی.
نوموړی وایي چې امریکا د بېوزله افغانستان شتمني یرغمل کړې ده او غواړي هغه پر خپلو وګړو ووېشي چې دا کار یې ظالمانه او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.
چینایي لوري ویلي تمه لري چې پر افغانستان ژر تر ژره اقتصادي بندیزونه ختم شي، ددغه هېواد د اقتصاد پرځولو پالیسي ختمه شي، شتمني یې ازاده شي او له وګړو سره یې اړینې بشري او اقتصادي مرستې پراخې کړل شي.