د جګړې لۀ امله؛ دوه زره افغانان له اوکراین پولنډ ته اوښتي

د جګړې لۀ امله؛ دوه زره افغانان له اوکراین پولنډ ته اوښتي
په پولنډ کې د افغانستان سفارت په تازه څرګندونو کې ویلي، شاوخوا ۲ زره افغانان چې په اوکراین کې هستوګن و، خو د وضعیت د ترینګلتیا له امله یې له دغه هېواد کډه کړې ده پولنډ ته رسېدلي دي.
(2022 / 3 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شاوخوا ۲ زره افغانان د اوکراین له جګړې پولنډ ته کډه شوي دي.
په پولنډ کې د افغانستان سفارت په تازه څرګندونو کې ویلي، شاوخوا ۲ زره افغانان چې په اوکراین کې هستوګن و، خو د وضعیت د ترینګلتیا له امله یې له دغه هېواد کډه کړې ده پولنډ ته رسېدلي دي.
د افغانستان سفارت د پولنډ د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې له دغه افغانانو سره همکاري وکړي او یاد هېواد هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
افغان سفارت وایي دوی هڅه کوي چې راغلو افغانانو ته خوندي ځایونه برابر کړي او لومړنۍ مرستې ور ورسوي. دوی د پولنډ له حکومت هم د همکاریو له امله مننه کړې ده.






