په ١٣ ديارلسم ستمبر په جنيوا کښې د افغانستان لپاره ډونر کانفرنس شي

0
79

باغي ټي وي رپورټ

د افغانستان د بيا بحاليدو او رغونې لپاره ملل متحده په جنيوا سويټزر لينډ کښې ډونر کانفرنس راغوښتې دې ـ
وزيراعظم عمران خان سره د اقوام متحده سيکرټري جنرل په ټيلي فون خبرې شوي ـ په خبروـکښې سيکرټري جنرل د افغانستان نه د انخلا په وخت د پاکستان مرستو ډيره ستاينه وکړه ـ

عمران خان د ملل متحده سیکرټري جنرل ته اوویل چې يو پرامن او ولاړ افغانستان د ټولې نړې او دې خطې لپاره ډير ضروري دې ـ
اقوام متحده سيکرټر اوويل چې د افغانستان ځپلي خلقو لپاره د 1.2 ارب ډالرو ضرورت دې ،د ٤٠ فيصد فنډ انتظام شوې دې ـ یاده دې وی چې اقوام متحده د افغانستان بیا رغونې او د ځپلو افغانانو سره د مرستو کولو لپاره په ۱۳ ستمبر په سویټزر لینډ جنیوا کښې ډونر کانفرنس راغوښتې دې.

Leave a reply