عمران خان:.که نړۍ امن افغانستان غواړي اقتصادي مرستې دې ورسره وکړي

0
85

عمران خان:.که نړۍ امن افغانستان غواړي اقتصادي مرستې دې ورسره وکړي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي که نړۍ غواړي چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، نو باید له دغه هېواد سره اقتصادي مرستې ډېرې کړي.

 

(2021 / 9 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي که نړۍ غواړي چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، نو باید له دغه هېواد سره اقتصادي مرستې ډېرې کړي. عمران خان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره خبرو کې ویلي چې نړۍ باید د طالبانو له حکومت سره خبرې پيل کړي او له دغه حکومت سره دې یوې پایلې ته ورسېږي. دده په وینا که نړیواله ټولنه په افغانستان کې اقتصادي همکارۍ ډېرې نه کړي نو، د امنیت راتګ به له خنډ سره مخ شي او نړیوال به د کډوالو له یوې بلې څپې سره مخ شي. هغه پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له افغانستان سره دې اقتصادي مرستې پيل کړي. بلخوا ټاکل شوې چې د روانې میاشتې پر دیارلسمه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري یو نړیوال کنفرانس جوړ شي او په هغه کې به د مرستو د راټولو لپاره بحثونه کېږي.

Leave a reply