د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو د حقونو د رعایت پۀ خاطر پۀ طالبانو د لا ډیرو فشارو راوستلو غوښتنه کړې 

0
90

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو د حقونو د رعایت پۀ خاطر پۀ طالبانو د لا ډیرو فشارو راوستلو غوښتنه کړې 

بلېنکن چې پرون یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید هڅې دوه چنده شي او پر طالبانو باید فشار راوستل شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

 

(2022 / 3 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، څو د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

بلېنکن چې پرون یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید هڅې دوه چنده شي او پر طالبانو باید فشار راوستل شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ویلي:

“پر طالبانو باید فشار راوړو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. د معترضو ښځو او خبریالانو نیول او غچ اخیستل پای ته ورسوي. په هره برخه کې افغانانو ته د کار او زده‌کړې اجازه ورکړي.”

په ورته مهال د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي، چې د افغانستان ودې لپاره باید د افغان نجونو او ښځو له وړتیاوو ګټه واخیستل شي.

نوموړې په خپله ټوېټرپاڼې لیکلي، دوحې ته په سفر کې یې د ښځو په چارو کې د قطر حکومت له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري حقونو، افغان ښځو او په دې برخه کې د اسلامي نړۍ د ونډې پر موضوعاتو خبرې کړي.

طالبانو که څه هم د یادو امریکايي چارواکو د نویو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې حکومت یې د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دی.

Leave a reply