لنډیکوتل کې سي ایم ایچ روغتون د عام اولس لپاره د علاج سهولت ورکولو اعلان کړې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په لنډۍ کوتل تحصیل کې آرمي تر کنټرول لاندې روغتون پوځي روغتون (CMH) د سیمې د خلکو د درملنې لپاره په مناسب لګښت کار پیل کړې دې.
د ذکر شوي روغتون له اړخه د سیمې خلق د درملنې لپاره په ټاکل شوي مهال ویش روغتون ته د طبی معاینې لپاره یو مراسله جاري شوې ده.
د لنډي کوتل خلکو په ځانګړې توګه د پاکستان پوځ د بې وزلو خلکو د درملنې لپاره د CMH روغتون د عام اولس لپاره د خدمتونو پیل کړې دې. په مراسله کې ویل شوي خلق کولې شي چې د ورځې ماسپخین د ۴ بجو ترماښام ۷ بجو پورې د سي ایم ایچ روغتون لنډیکوتل کیمپ ته راتلې شي چې د درملنې سهولت ترلاسه کړي.





