د کابینې پرېکړه؛ لویه څارنوالي دې د پخوانیو مفسدو چارواکو دوسیې وڅېړي 

0
219

 د کابینې پرېکړه؛ لویه څارنوالي دې د پخوانیو مفسدو چارواکو دوسیې وڅېړي 

چارو ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د کابینې په ننني ناسته کې اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په غصب شویو دولتي ځمکو د جوړو شویو ودانیو موضع دې وڅېړي.

 

(2022 / 3 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چارو اداره وایي، چې نن چهارشنبه د کب ۱۱مه د رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډه شوې ده.

په دې غونډه کې د طالبانو کابینې لویې څارنوالۍ ته دنده ورکړې، چې د پخوانیو مفسدو چارواکو دوسیې سرنوشت دې مالوم کړي.

په جوړه شوې غونډه دغه راز د پخواني حکومت سره د پخوانیو زنداني مجاهدینو دوسیو په اړه هم خبرې شوې او لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې چې دغه دوسې وڅېړي.

طالبانو د پخوانیو مفسدو چارواکو دوسیو په اړه نور مالومات نه‌دي ورکړي.

د چارو ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د کابینې په ننني ناسته کې اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په غصب شویو دولتي ځمکو د جوړو شویو ودانیو موضع دې وڅېړي.

Leave a reply